د آزادو او عادلانه تولتاکنو بنیاد

څارونکی دګواښونی او تاوتریخوالی څخه په راتلونکی پارلمانی ټولټاکنوکی خبر ورکوی پي دي اف چاپ پست الكترونيكي
نوشته شده توسط Administrator   
پنجشنبه, 07 مرداد 1389 05:28

مطبوعاتی اعلامیه-  1389 جوزا 24

څارونکی دګواښونی او تاوتریخوالی څخه په راتلونکی پارلمانی ټولټاکنوکی خبر ورکوی

کابل د  ۰ ۲۰۱کال جون د میاشتی۱۲ نیټه : د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه زیاد تره له دی څخه چی توقع ورځینی کیږی لا زیاتی هڅی وکړی  تر څو چی پارلمانی ټولټاکنی په یو ازاده او عادلانه فضا کی سرته ورسیږی دا دافغانستان تر ټولو ستر غیر دولتی او پر انتخاباتو څارونکی ډله یعنی د ازادو او عادلانه ټو لټاکنو بنیاد(فیفا) نقل قول وُ.

اضافی امنیتی اقداماتو ته ضرورت شته در څود  ملکی خلکو ګډون د انتخاباتو په پروسه کی ملاتړ اوحفاظت کړی په تیره د ښځو سیاسی حقوق پکی تظمین شی . د افغانستان د آزادو او عادلانه ټو لټاکنو د بنیاد اجرایوی ریس ښاغلی جاندادسپین غر وایی :

ټو لټاکنی په ډیر یو حساس وخت کی په لاره اچول کیږی امنیتی وضع ښه نه ده او دتقلب دمخنیوی لپاره موجود میکانیزم خپله لازمه ګټورتوب نلری دولت باید په بیړه سره لازمی لاری چاری په کار واچوی

ترڅو چی د یوی شفافی پروسی ضمانت وکړی ددی لپاره چی د ټو لټاکنو د پیل لپاره فقط دری میاشتی پاتی دی د ټو لټاکنولپاره تیاری  په لاره اچول شویدی او انتخاباتی کمپاین رسما د سرطان په دویمه

 نیته پیل کیږی د فیفا څارونکو  په ۳۱ ولایاتو کی دکاندیدانو دنوم لیکنو دجریانه څخه داسی راپورونه رالیږلی چه په هعه کی جدی امنیتی مشکلات،په ټو لټاکنوکی دښځو داشتراک مشکلات اود انتخاباتی نهادونو د ظرفیت په برخه کښی معلومات رالیږل شوی وو
د نا امنی او ګواښونو یو ماحول

له هغه ۷۰۰ کاندیدانو سره چه دفیفا دڅارونکو له خوا مصاحبه شوی اکثر یت یی د فردی مصونیت په برخه کښی خپل تشویش څرګند کړی په لویو لارو کی د امنیت نه موجودیت په خاصه توګه دماینونو او نورو تعبیه شوی چاودونکی موادو شتون هغه کاندیدانو لپاره عمده مشکل وو چه دخپل کلیو او ولسوالیو څخه د ولایت مرکز ته د نوم دثبتولو په منظور سفر کاوه د مخالفینو له خوا د کاندیدانو تهدید د هغه خطر اصلی منبع وه چه دی فیفا څارونکو د کاندیدانود مربوطه ولایاتو د نوم دثبتولو په مهال‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ امنیتی ستونزی بللی . دمخالفینو له خوا د شپی پاڼو نشرول چه په هغه کی خلکو ته تهدید شوی و چه په انتخاباتو کی ګدون ونکړی دخوست پکتیا او لوګر په څو ولسوالیو کی ترسره شوی دی .

د لوګر په ولایت کی ګواښونکی شپی پاڼی په عامه مناطقو کی نشر شوی

په خاصه توګه  هغه ښځی چه غوښتل یی ځانونه کاندیدان کړی په تاوتریخوالی ګواښول شوی دی  اما خو دا ځل ګواښونکی ځانته   دتهدید عامل نه وو هغه کاندیدان چه په انتخاباتو کی له زورواکانو سره چه جنایی سابقه لری او یا د مسلحو ګرپونو سره نږدی اړیکی لری ځان په تقابل کی لیده د ډار او تهدید اظهار کاوه او ویل یی چه دغه اشخاص او د هغوی ملاتړکونکی  د کمپاین په جریان کی کیدای شی

د تهدید او تاوتریخوالی  سره مواجه کړی.

ښاغلی سپین غر وایی د محل په سطحه د قدرت محلی دلالان داسی ډیر فرصتونه په لاس کی لری چه کاندیدان او رای ورکونکی تهدید کړی، فیفا د کورنیو چارو له وزارت څخه درخواست کوی ترڅو هغو کاندیدانو ته د انفرادی امنیت دارزیابی سیستم رامنځ ته کړی تر څو چه دهغه پر بنست د کاندیدانو امنیت تظمین شی د انتخاباتو په جریان کی داحتمالی تاوتریخوالی دزیاتوالی په خاطر فیفا همدا ډول له ڼړیوالو او افغان ځواکونو څخه غوښتنه کوی چه لازیات امکانات په کار واچوی تر څو و کولای شی د ملکی خلکو امنیت د ټو لټاکنو په پروسه کی تامین کړی ښاغلی سپینغر همداډول وایی امنیتی ځواکونه باید ‌ ټو لټاکنو ته د یوی پروسی په حیث توجه وکړی نه دیو منفردی واقعی په توګه خلک ضرورت لری چه د ټو لټاکنو نه مخکی د ټو لټاکنو په جریان کی او د انتخاباتو د ورځی نه وروسته حمایت او حفاظت شی

دا امنیت دی چه تعینوی هغه نهادونه او سازمانونه لکه دانتخاباتو مستقل کمیسون ،دانتخاباتی شکایاتو کمیسون او نور داسی څارنیز سازمانونه خپل شتون ته توسعه ورکړی ترهغو چی کاندیدان و کولای شی د کمپاین په جریان کی خپل پیغام رای ورکونکو ته ورسوی اویا داچی رای ورکونکی په خصوص ښځی ښه کاندید اتوره اوپه آزاده توګه خپل رای وکاروی.

دښځو سیاسی حقوقو ته تهدید

د سیاسی تو سعی په نظر کی لرلو سره د هیواد په سطحه دښځینه کاندیدانو شمیر د ۳۳۵تنه څخه په ۲۰۰۵ کال کی ۳۷۶تنو ته سږکال رسیږی ښځی لا تراوسه هم د اوسنی ټو لټاکنو په جاری پروسه کی په ټو لټاکنو کی د خپل ګډون په هکله خنډونه سره مخامخ دی اما بعضی ولایات دښځینه کاندیدانو د شمیر دکموالی شاهد دی د مثال په ډول د کڼړ په ولایت کی په ۲۰۰۵ کال کی ۸ تنه ښځینه کاندیدانی وجود درلود ولی سږ کال دوو تنو ځانونه کاندیدان کړی، طیبه کوثری د فیفا دښځو دبخش مسوله وایی لومړی عمومی امنیتی وضعیت  او بل مستقیمه تهدید او ډار هغه دوه عامله دی چه دښځو د ګدون کچه راټیټوی د لوګر په ولایت کی شپی پاڼو د ښـ‎ځو لپاره جدی مشکلات ایجاد کړی و څرنګه چی پس له دی واقعه څخه د ښځو حضور په هغه برنامو کی چی د مختلفو نهادونو له خواد ولایت په کچه تدویر شوی و ډیرکمرنګه شویدی.

د ټو لټاکنو دمستقل کمیسون دښځو دمشارکت د تشویق په برخه کی د نه ملاتړ له وجه ښځی لا تراوسه هم د ټو لټاکنو په برخه کی له مختلفو موانعو سره مخامخی دی د نوم دثبتولو په ټول مراکزو کی دښځینه کارکونکو کموالی د فیفا دڅارونکو له خوا ګزارش شوی او دا مو ضوع داداری ځنډ اود هغو ښځینه کاندیدانوته  دنارا حتی سبب ګرځیدلی و چی غو ښتل یی خپل نومونه ثبت کړی د مثال په ډول محترمه کوثری وایی د نوم دثبتولو په جریان کی ډیری کمی عکس اخیستونکی ښځیینه کارکونکی موجودی وی ترڅو چی دښځینه کاندیدانو عکسونه واخلی. د ښځو سیاسی حقونو د خطر سره مواجه کیدو په ارتباط باید وویلی شی دښځینه کارکونکو نه شتون به په ټو لټاکنی په ډیرو مناطقو کی به د تقلب او تخلف زمینه برابره کړی.     

چی د د افغانستان دآزادو او عادلانه ټو لټاکنوبنیاد د ټو لټاکنو په ورځ سپتمبر په میاشت کی تر سره کیږی د ۷۰۰۰ ناظرینو څخه زیات ناظرین به په کار وګوماری چی ددی جملی څخه ۴۰۰ اوږمحاله ناظرین د انتخاباتی سیالیو لپاره په نظرکی نیول شوی دی .

دکاندیدانود نوم ثبتولودمرحلی د نظارت په هکله د فیفا پیشنهادات

1-      دجمهوری ریاست دماڼی او د ولسی جرګی تر مینځ د انتخاباتو دقانون پر سر اختلاف د کاندیدانو د نوم ثبتولو دجریان د پیچلتوب سبب ګرځیدلی . دا په داسی حال کی ده چی د انتخاباتو قانون د هغه د تعدیلاتو سره با وجود د دی چی دولسی جرګی لخواه رد شوی د جمهور ریس د تقنینی فرمان په اساس نشر شوی او څو مودی وړاندی د انتخاباتو د مستقل کمیسیون لخواه د تطبیق لاندی راغلی  فیفا د دواړو غاړو څخه غواړی تر هغو دموضوع په هکله تفاهم ته ورسیږی او له هغه تشتجاتو څخه چی د انتخاباتو د قانون له تطبیق څخه په آینده کښی مینځ ته راځی مخنیوی وکړی

2-      د ثبات او امنیت نشتوالی د انتخاباتو د پروسی باندی ناوړه او منفی آغیزی لرلی شی فیفا له ټولو ملی او بین المللی امنیتی ځواکونو څخه غواړی تر هغو دکاندیدانو او انتخاباتی کامندانو د امنیت د تامین لپاره لانور زیاد هڅی او کوښښونه وکړی نه یوازی د انتخاباتو په جریان کښی بلکی د انتخاباتو په ټولو مراحلو کښی د خپل هڅو څخه دډه ونه کړی او د هغه نتایج په خپل وقت سره تعقیب کړی

3-      له هغه ځایه چی د نا امنی تاثیرات پر ټولو کاندیدانو باندی یو شی نه دی فیفا د کورنیو چارو وزارت ترغیبوی تر هغو چی امنیتی ارزیابی ګانی د هر کاندید په هکله په انفرادی ډول پر مخ یوسی او دملی دفاع وزارت سره په همغګی او د تر سره شوی  ارزیابی ګانو مطابق امنیتی تدابیر په پام کښی ونیسی

4-      د انتخاباتو د پروسی دعادی جریان تامین د انتخاباتو د مستقل کمیسیون ُد انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ُ او بین المللی موسساتو همغږی ته ضرورت لری فیفا نوموړی نهادونه ترغیبوی چی د همغږی د جلساتو میزان ډیر کړی او د ولایاتو په سطح  همغږی د خپل کاری لومړیتوب کښی شامل کړی

5-      د شځو سیاسی حقوق او دهغوی مشارکت هم تر اوسه پوری تهدید لاندی راغلی په عین حال کښی دنوم ثبتولو په مراکزو کښی د ښځینه کارکنانو کمبود او د ښځینه کانیدیدانو تهدید د نوم ثبتولو په جریان کښی عملاْ په سترګو لیدل کیږی فیفا دټولو ‌ذیدخلو غاړو څخه غواړی تر هغو د ښځو د مشارکت د تامین او د هغوی د سیاسی حقوقو د حمایت لپاره خاص تدابیر په پام کښی  ونیسی

6-      فیفا دانتخاباتو د مستقل کمیسیونه څخه غواړی تر هغو د 2010 کال د ولسی جرګی د انتخاباتو د تقلب پر ضد خپل حد اکثر کوښښونه وکړی

دفیفا په هکله

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټو لټاکنو بنسټ د په ټو لټاکنو باندی تر ټولو ستر او پخوانی ملی ناظر سازمان دی چه د یو غیر دولتی مستقل او ملی سازمان په حیث کارکوی تر څو چی ددموکراسی پروسه په یوه شفافه او روښانه بڼه د انتخاباتی څارنی، ټولنیز تعلیمات ،تحقیقات او تیلیغاتو په وسیله پر مخ ولاړه شی

تماس

فیفا : د رسنیو سره داړیکو برخه

بریښنالیک: این آدرس ایمیل در مقابل هرزنامه ها محافظت می شود. برای مشاهده آن ابتدا باید جاوا اسکریپت را فعال کنید.

تیلفون: 0784449312 0799 225 841 ,

 

فیفا

You are here  : Home رپوټ څارونکی دګواښونی او تاوتریخوالی څخه په راتلونکی پارلمانی ټولټاکنوکی خبر ورکوی