مقاله ها
په افغانستان کې د نه لیږدیدونکې یوي رایې (SNTV) سیستم څیړنه
- توضیحات
- نمایش از پنج شنبه, 08 فروردين 1392 10:25
- نوشته شده توسط Administrator
- دسته: رپورټ
- بازدید: 70
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو موسسه (فیفا) د ټولو هغه شخصیتونو، ارګانونو،سیاسی ګوندونو اوپه هېواد کې د نظرخاوندانو څخه مننه کوي، چې د فیفا سره یې د دې پروژې په څېړلو کې مرسته کړې ده او په ځانګړې توګه د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو استازو، د پوهنتون استادانو او ټولو هغه شخصیتونو چې په انفرادي او ګروپي ډول مرکو او بحثونو ته حاضر شوي او د خپلو نظریاتو په شریکولو سره یې د فیفا سره د دغه څېړنې په بشپړولو کې مرسته کړي، فیفا ورڅخه مننه کوي.
همدا راز د یادولو وړ ده، چې د دغه څېړنې د ترسره کولو په برخه کې د مالي حمایت له امله د ټاکنیزو نظامونو د بین المللي بنسټ (IFES) او د USAID ادارې څخه مننه او قدردانى وشي.






